تازه اعلانونه، د ملاتړ فرصتونه او مهم خبرتیاوې دلته تعقیب کړئ
خبرتیاوې وګورئد هوشکو ټیم ملاتړیزه پروژه د ښځو لپاره د ډیجیټل توانمندۍ په موخه
د پروژې توضیحات وګورئد هوشکو ټیم غواړي د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره، محدود شمېر هغو ښځو ته چې انلاین کاروبار لري یا په ډیجیټل فضا کې فعالې دي، وړیا ویب ډیزاین ډالۍ کړي.
د هوشکو ځانګړي ویب ډیزاینونه د پایه ارزښت لري ۳۰۰ ډالر، چې په دې پروژه کې، په بشپړ ډول وړیا او د غوښتونکو د نظریاتو، اړتیاوو او شخصي خوښې سره سم، ډیزاین او کوډینګ کېږي.
دا پروژه یوازې د افغانستان مېشتو ښځو لپاره ده او ظرفیت یې محدود دی. د ګډونوالو انتخاب د ارزونې او قرعې له لارې کېږي.
د هوشکو ټیم دا ابتکار د خپل ټولنیز مسؤلیت او مدني پالیسۍ برخه ګڼي او تل د ښځو فعال ګډون په ټولنه کې ملاتړ کوي.
د ثبت نوم، د پروژې لېږلو، پوښتنو، وړاندیز یا انتقاد لپاره کولای شئ د موږ سره اړیکه له لارې له ټیم سره اړیکه ونیسئ.
زموږ تمرکز او فعالیت اوس مهال د تعلیمي او ټولنیزو ویبسایټونو د زیربناوو په بشپړولو او پراختیا باندې دی، او فعلاً هېڅ ډول عاید لرونکي خدمت یا سرویس وړاندې نه کوو.