هوشکو یوه پلاتفورم ده د افغان ښځو د ملاتړ لپاره، د ډیجیټل مهارتونو د زدهکړې او د دوامدارو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره. زموږ ماموریت د راتلونکو نسلونو لپاره روښانه او خپلواک راتلونکی جوړول دي.
په ګډه موږ بدلون رامنځته کولی شوهوشکو یو خلاق ډیجیټل پلاتفورم په افغانستان کې دی چې د عملي او مسلکي حل لارو د وړاندې کولو په هدف د زدهکړې، خدماتو او اړیکو لپاره فعالیت کوي. موږ باور لرو ټکنالوژي هغه وخت ارزښت لري چې د خلکو ژوند اسانه کړي، واټنونه کم کړي او د ټولنیز ګډون لپاره نوې فرصتونه رامنځته کړي.
زموږ پروژې یوازې لنډمهاله پایلې نه دي؛ هغه د دوامدار او د پراختیا وړ ستراتیژیک مسیر برخه دي چې د دقیقې پېژندنې، هوښیارې پرېکړې او اصولي تطبیق سره مل دي. زموږ هدف د داسې حل لارو وړاندې کول دي چې په رښتیا د سازمانونو، بنسټونو او کاروبارونو اړتیاوو ته ځواب ووایي.
هوشکو باور لري چې د افغان ښځو رول په ډیجیټل پرمختګ کې حیاتي دی. د ښځو توانمندسازي، د مسلکي فرصتونو رامنځته کول او د هغوی د اغېزمن حضور زمینه برابرول په تعلیمي او ډیجیټل پروژو کې زموږ د ماموریت اصلي برخه ده.
د خلاقیت، تخصصي پوهې او دقیق پلان جوړونې سره، هوشکو داسې بستر برابروي چې سازمانونه او بنسټونه وکولای شي په ډیجیټل فضا کې ښه او اغېزمن فعالیت ولري. موږ باور لرو چې دوامدار پرمختګ یوازې د همکارۍ، شفافیت او د انسانمحور لید له لارې ممکن دی او زموږ ماموریت د تخنیکي پروژو له تطبیق څخه هاخوا دی؛ موږ داسې بنسټونه جوړوو چې د ټولنیز، تعلیمي او مدیريتي ودې زمینه په ټولنه کې برابر کړي.