د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د درسي مضمونونو زده کړه د افغانستان نجونو لپاره، د خوندي او دوامدار زدهکړې په تمرکز
زدهکړه حق دی، امتیاز نه دیزدهکړه د ټولو لپاره، حتی هغه وخت چې دروازې تړلې وي
افغانستان د اوږدو کلونو جګړو، امنیتي ګواښونو، د کرونا په څېر ناروغیو او د ځینو حکومتونو د ظالمانه پالیسیو له امله له سختو محدودیتونو سره مخ شوی دی. په ځانګړي ډول د نجونو زدهکړه بنده شوې ده؛ له همدې امله مو پرېکړه وکړه چې د افغان نجونو لپاره لومړنی آنلاین مکتب جوړ کړو.
زدهکړه د انسان له بنسټیزو اړتیاوو څخه ده. خو په وروستیو کلونو کې د افغانستان پر تعلیمي نظام — په ځانګړي ډول د نجونو پر زدهکړو — پراخ محدودیتونه لګېدلي دي. نجونې او ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، او هېڅوک نشي کولی د دوی رول او اهمیت له پامه وغورځوي.
د نجونو پر زدهکړو د لګېدلو محدودیتونو په زیاتېدو سره، موږ پرېکړه وکړه چې یو آنلاین تعلیمي ویبسایت جوړ کړو؛ داسې ځای چې د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ټول درسي مواد د افغانستان د هر ولایت او ولسوالۍ نجونو ته وړیا او آنلاین ورسېږي.
که تاسو ښځینه ښوونکې یاست، یوازې درې دقیقې د تدریس نمونه پرته له مخ ښکاره کولو په موبایل ثبت کړئ او موږ ته یې راولېږئ، څو ستاسو طریقه او تسلط وازمویل شي او د قرارداد مرحلې ته داخل شو.
له تایید وروسته، له تاسو سره رسمي قرارداد کېږي او مناسب حقالتدریس درکول کېږي. د معیاري ویډیو ثبت لپاره به لازمې لارښوونې درکړل شي، څو وکولای شئ یوازې په موبایل او وایتبورډ سره، د مخ له ښکاره کولو پرته یا د ماسک او حجاب سره، یو باکیفیته درسي ویډیو ثبت کړئ. د انټرنېټ لګښت به هم جلا درکړل شي.
تر اوسه د افغان نجونو لپاره یو معیاري آنلاین تعلیمي سیستم نه دی جوړ شوی. موږ انشاءالله پرېکړه کړې چې لومړنی داسې پلاتفورم جوړ کړو چې هر درس په لږ حجم او کمسرعت انټرنېټ هم د لاسرسي وړ وي.
د ویبسایت وروستی نوم به د ګډون کوونکو ښوونکو په وړاندیز او رایې ټاکل کېږي. همدارنګه، د وړیا کورسونو ترڅنګ به د پریمیوم پروژو او شخصي ښوونکي برخه هم موجوده وي، څو ښوونکې وکولای شي له خپلو پرمختللو کورسونو عاید ترلاسه کړي.
«مکتب تړل کېدای شي، خو د پوهې رڼا هېڅکله نه مري.»
«زدهکړه د هرې نجلۍ حق دی — او موږ ټول یوځای کولای شو دا حق ژوندی وساتو.»
د نورو معلوماتو او اړیکې لپاره، د تماس فورم یا واتساپ له لارې موږ سره اړیکه ونیسئ.
زه ښوونکې یم؛ څنګه کولای شم د دې پلاتفورم له لارې دوامداره عاید ولرم؟
تاسو کولای شئ په هر ولایت یا ولسوالۍ کې چې یاست، په اسانۍ سره سلګونو زدهکوونکو ته له هرې سیمې څخه درس ورکړئ.
د هر صنف د درسي ویډیوګانو له جوړېدو وروسته، دغه ویډیوګانې به په جلا ډول، په لږ حجم، د آنلاین لیدلو او وړیا ډاونلوډ وړتیا سره د ټولو زدهکوونکو لپاره وړاندې شي.